فکر روزنه

فکر روزنه ❤️😍

21/10/2025
*بریالي خلک**که د بریالیو خلکو ژوند ته پام وکړئ، وبه ګورئ چې هغوی تل پوهېږي چې غواړي چېرته ورسېږي او تل پر همدې هدف تمرک...
20/10/2025

*بریالي خلک*
*که د بریالیو خلکو ژوند ته پام وکړئ، وبه ګورئ چې هغوی تل پوهېږي چې غواړي چېرته ورسېږي او تل پر همدې هدف تمرکز کوي.*
*هغوی نه سستي کوي، نه نن سبا کوي، نه وخت ضایع کوي، او نه یو وخت کې بېلابېل هدفونه تعقیبوي.*
*بریالي انسانان یوازې پر هغو هدفونو تمرکز کوي چې په یو معین او واقعي چوکاټ کې د لاسته راوړلو وړ وي.*
*د همدې علمي او منطقي لارې تعقیب، هغوی ته ذهني آرامي او ځواک ورکوي، څو په اسانۍ سره خپلو ټولو هدفونو ته ورسېږي.*

*مطلب: خوشحالي په دې نه راځي چې له نورو توقعات ولرو، بلکې له خپل ځان سره رښتینی ژوند کول او د ژوند هره لحظه خوښي اخیستل ...
20/10/2025

*مطلب: خوشحالي په دې نه راځي چې له نورو توقعات ولرو، بلکې له خپل ځان سره رښتینی ژوند کول او د ژوند هره لحظه خوښي اخیستل دي.*
*پيغام: د توقعاتو بندونه خوشحالۍ ته زیان رسوي؛ د نورو لپاره نه، بلکې د خپل ځان لپاره ژوند کړه.*
*ویلیام شکسپیر*
*ژ/ساحل_منګل*

*مطلب: ژوند لنډ دی، هره شېبه یې باید ژوند وکړو، ځکه چې هر وخت ممکن پای ته ورسېږي. د ابديت په وړاندې زموږ ژوند یوازې یوه ...
20/10/2025

*مطلب: ژوند لنډ دی، هره شېبه یې باید ژوند وکړو، ځکه چې هر وخت ممکن پای ته ورسېږي. د ابديت په وړاندې زموږ ژوند یوازې یوه لحظه ده.*
*پيغام: اوس ژوند وکړه، ځان مه په عذابوه،او د وخت قدر وکړه.*
*لئو تولستوی*
*ژ/ساحل_منګل*

*د احساساتي واکمنۍ رښتینی ځواک**که ته وغواړې چې د هرې خبرې پر وړاندې احساساتي غبرګون وښیې، نو تل به په رنځ کې يې.**ریښتی...
19/10/2025

*د احساساتي واکمنۍ رښتینی ځواک*
*که ته وغواړې چې د هرې خبرې پر وړاندې احساساتي غبرګون وښیې، نو تل به په رنځ کې يې.*
*ریښتینی ځواک دا دی چې یو ګام شاته ولاړ شې او یوازې کتونکی پاتې شې. ځواک په ځان‌مهارۍ کې دی، نه په غبرګون کې.*
*که د نورو خبرې پرېږدې چې تا کنټرول کړي،نو هر څه به درباندې واک پیدا کړي.*
*نو ساه واخله... او پرېږده چې تېر شي.*
*وارن بافِت*

*پرځان د باور لوړولو ۲۴ لارې:**1. ځان وپوښتئ؛ چې بدترین څه کیدای شي؟**2. خوشحالونکي موسیقي واورئ.**3. نوي څه تجربه کړئ.*...
19/10/2025

*پرځان د باور لوړولو ۲۴ لارې:*
*1. ځان وپوښتئ؛ چې بدترین څه کیدای شي؟*
*2. خوشحالونکي موسیقي واورئ.*
*3. نوي څه تجربه کړئ.*
*4. د نوې دندې لپاره پلان جوړ او تعقیب کړئ.*
*5. مراقبه او مدیتیشن وکړئ.*
*6. ورزش وکړئ.*
*7. د یوې ویرې سره مخ شئ.*
*8. نوښت وکړئ.*
*9. که ځان باور نه لرئ، وانمود وکړئ چې لرئ.*
*10. محیط وکاروئ.*
*11. قوه تخیل وکاروئ.*
*12. خپل بدن وکاروئ.*
*13. ذهن له مثبتو خاطرو ډک کړئ.*
*14. پر راتلونکي مثبت فکر وکړئ.*
*15. پوه شئ چې تیر له اوس سره مساوي نه دی.*
*16. د ځان سره مهربانه اوسئ.*
*17. دا زده کړئ چې ذهن څنګه کار کوي.*
*18. ټولنیز مهارتونه تقویه کړئ.*
*19. د دروني ځواک او آرامتیا له لارې ژوند ته وګورئ.*
*20. شاوخوا مثبت خلک ولرئ.*
*21. مثبت معلومات او تاثیرات جذب کړئ.*
*22. په امکان سره مثبت فکر وکړئ.*
*23. ځان د نورو سره مه پرتله کوئ.*
*24. ستونزو ته د فرصت په سترګه وګورئ.*
*ژباړه/ساحل_منګل*

سړی چې ناروغ شي درمل خوري خو که ذهن دې کمزوری شوو درمل مه خوره بلکې ښه کتابونه مطالعه کړه .ښه کتابونه ستا فکر پراخوي او ...
09/03/2025

سړی چې ناروغ شي درمل خوري
خو که ذهن دې کمزوری شوو درمل مه خوره بلکې ښه کتابونه مطالعه کړه .
ښه کتابونه ستا فکر پراخوي او تا د ژوند یو بهترین چوکاټ ته اچوي.
څنګه دی ملګرو په روژه کې مطالعه کوئ او که نه ؟

تاسو پوهېږئ د ۱۸ کلنۍ څخه تر ۲۵ کلنۍ پورې ژوند ډېر سخت دی!تاسو تېروتنې کوئ، سقوط کوئ، د ناکامۍ سره مخامخ کېږئ، د بېلابېل...
08/03/2025

تاسو پوهېږئ د ۱۸ کلنۍ څخه تر ۲۵ کلنۍ پورې ژوند ډېر سخت دی!
تاسو تېروتنې کوئ، سقوط کوئ، د ناکامۍ سره مخامخ کېږئ، د بېلابېلو مسایلو سره مخامخ کیږئ، ریښتینې دوستان، ملګري پېژنئ، او ډېر دوستان، ملګري مو له لاسه ورکوئ، له حقیقت سره مخ کیږئ، زړه مو څو ځله ماتېږي، خپل ځان له لاسه ورکوئ او بیا پیاوړي کېږئ او دا ستاسو د ژوند تر ټولو غوره کلونه هم دي؛ لکه یوه الماس چې پرې کار کېږي، خو په یاد ولرئ چې الماس هیڅکله نه ماتیږي.
C

یو سړی له خپلې مېرمنې سره نوي کور ته کډه شو.یو سهار ددی مېرمنې له کړکۍ بهر وکتل او په باغ کې یې د ګاونډۍ وچېدونکي جامې و...
06/03/2025

یو سړی له خپلې مېرمنې سره نوي کور ته کډه شو.

یو سهار ددی مېرمنې له کړکۍ بهر وکتل او په باغ کې یې د ګاونډۍ وچېدونکي جامې ولیدې. هغې په حیرانتیا وویل:
"وګوره! د ګاونډۍ جامې سمې نه دي وینځل شوي. ښايي هغې ته د جامو مینځل نه وي زده!"

هر ځل چې ګاونډۍ خپلې جامې وینځلې او بهر یې اچولې، مېرمن به همدا خبره تکراروله.

شاوخوا یو میاشت وروسته، یوه ورځ مېرمن حیرانه شوه چې د ګاونډۍ جامې ډېرې پاکې او روښانه وې.

هغې په خوشحالۍ وویل:
"بالاخره، ګاونډۍ مو زده کړل چې جامې څنګه سمې ووینځي!"

خو خاوند یې مسکی شو او ویې ویل:
"نه، ما نن سهار هغه کړکۍ پاکه کړه چې ته ترې ګورې!"

بیا یې په نرمه لهجه زیاته کړه:
"موږ باید د نورو نیمګړتیاوې لیدو دمخه، خپله لید لوری پاک کړو، ځکه ډېری وخت ستونزه زموږ په نظر کې وي، نه په نورو کې."

درس:
لومړی خپلې نیمګړتیاوې سمې کړئ، بیا د نورو عیبونه ولټوئ.



Address

Kabul

Telephone

+93785981098

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when فکر روزنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to فکر روزنه:

Shortcuts

Share