«سهار مو چې کوم عملیات ترسره کړل، د هغه راپور څنګه کړو؟»
زه: «وبښئ ډاکټر صیب، پوه نه شوم.»
ډاکټر نور: «دا کس د TTP غړی دی، نو که چېرې د حکومت غړي راباندې خبر شي، لوی مشکل به راته جوړ شي، او بله دا چې د دې عملیات مسؤلیت هم تا پر غاړه اخیستی.»
زه د ژورو فکرونو لړۍ تر مخه کړم . الفاظ راسره نه وو چې د نرسۍ غږونو له دې لړۍ رابهر کړم:
«ډاکټر صیب، د مریض څارنه مو وکړه، دا یې راپور دی.»
له نرسۍ مې مننه وکړه، پرته له دې چې نور صیب ته کوم څه ووایم. دوسیه مې په لاس کې واخیسته او د دفتر په لوري مې ګړندي ګامونه واخیستل.
د عادت له مخې مې خپله سپینه چپنه واغوستله او د ناروغانو ویزېټ لپاره مې ځان آماده کړ. د څو مریضانو له کتلو وروسته مې هغوی ته د صحت د ښه والي اړوند ډاډ ورکړ.
په همدې وخت کې یې طالب جنګیالی را دننه کړ. خواته یې ورغلم، نرسۍ ته مې وویل:
«پایواز یې چېرته دی؟»
نور ډاکټر صیب غږ وکړ:
«طالب جان سره پایواز نشته.»
ورځې مې د حیرانتیا په دود سره کش کړې. څه دا نو څنګه کار دی؟ نو دی چا راوستی دی؟
په همدې وخت کې دروند او له غمه ډک غږ پورته شو:
«زه خپله یوازې راغلی وم.»
لهجه یې راته وطني ښکاره شوه. خواته یې ورنږدې شوم، ورته مې وویل:
«ځوانه، اوس د صحت څنګه دی؟»
د هو په دود یې سر وښوراوه: «ښه یم.»
«نوم دې څه دی او د کوم ځای یې؟»
په مړاوي غږ یې ځواب راکړ:
«نوم مې بشارت دی، د وردګو ولایت اوسېدونکی یم.»
مسکی شوم، ورته مې کړل:
«ښه نو وطندار یې. زه هم د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکی یم.»
دا چې د مریض حالات نازک وو، نو ښه مې وګڼله چې اوس استراحت وکړي. له یو څه خبرو اترو وروسته مې ترې د رخصت غوښتنه وکړه. هغه ته مې وویل:
«ځوانه، تشویش مه کوه، که د خدای رضا وه ډېر ژر به ښه شې.»
نور ترې را روان شوم، خو نه پوهېږم چې ولې داسې وم لکه کوم څه مې چې ورک کړي وي. د زړه سکون مې ورک وو. د دغه ځوان څېره راباندې سخته خوږه لګېدلې وه.
له دفتر نه مې اجازه واخیسته او کور ته روان شوم، د دې لپاره چې دماغي استرس مې یو څه کم شي. په سبا یې هم دندې ته نه ولاړم.
ټوله ورځ مې کله په یو څه او کله په بل څه ځان مصروف کړ.
د سهشنبې سهار وو، له کوره د روغتون په لور روان شوم. البته دلته زیاتره خلک د پښتو لغاتو پر ځای انګلیسي لغات کاروي چې دا ماته شین کفر ښکارېده. روغتون ته به یې «هاسپټال» او مکتب ته به یې «سکول» ویل... . نو ما به تر ډېره کوښښ کاوه چې پښتو لغات استعمال کړم.
پوره اته نیمې بجې مې ځان د روغتون مخې ته ورساوه. روغتون ته له ننه کیدو سره سم می په پولیسو سترګې ولګيدی ګورم چی یو ډله پولیس ولاړ دي او له ډاکټر حسیبالله مهربان سره په خبرو بوخت دي.
کورنۍ ټول غړي په دسترخوان سره راټول وو. د هر یوه په شونډو شنډه مسکا له ورایه ښکارېده، خو یوازې خدای خبر وو چې دا د خوښۍ ورځې به تر کله دوام کوي.
زموږ کورنۍډیره لویه نه وه. زه شپږ وروڼه مور او پلار . اقتصادي وضعیت مو هم نسبتاً ښه وو. له ډوډۍ خوړلو وروسته دسترخوان ټول شو او په کوټه کې یوه ارامه فضا خپره شوه.
په دې وخت کې مې پلار غاړه تازه کړه او د ټولو فکر یې ځان ته واړاوه:
«ګورئ بچیانو! دا چې په ژوند کې لوړې او ژورې راځي، نو تاسو هم باید ورته سپر واوسئ. د سختۍ په مقابل کې باید ماتې ونه منئ. خو یوه خبره دا هم ده چې هره ماتې موږ ته یو لوی درس راکوي، هره سختي مو لا غښتلي کوي. ستاسو لپاره مې د تعلیم زمینه برابره کړې ده، کوښښ وکړئ چې ګټه ترې واخلئ او ورسره په څنګ کې کوم کسب او کار هم زده کړئ.»
همدارنګه یې د تعلیم او د هېواد پر روان اقتصادي حالت باندې څه تفصیلي خبرې وکړې.
په دغه وخت کې مې مشر ورور احمد ضیا پلار ته وویل:
«پلارجانه! که ستا خوښه وي، زه به دوکان کښېږدم. تر یوه وخته به زه پکې وم، بیا به بشارت زما پر ځای دوکان ته راځي او زه به خپل پوهنتون ته ځم. هم به مو تعلیم کړی وي او هم به مو یو کسب زده کړی وي.»
له ډېر جر او بحث وروسته مې پلار ومنله.
سهار وختي مې مشر ورور د دوکان په لټه له کوره ووت. زه هم په تمه وم چې اته بجې شي او ښوونځي ته لاړ شم. په دغه وخت کې زه په دولسم صنف کې وم. کتابونه مې د تقسیم اوقات مطابق برابر کړل چې کشر ورور مې، حلیم، راغی.
«بشارت! نن مکتب ته مه ځه. لالا دوکان په کرایه نیولی دی. راته یې وویل تر څو تاته ووایم چې ورشې او ورسره کمک وکړې، د دوکان صفا کاري کوې.»
سړه اسویلي مې وایسته. سمه ده، ته څنګه کوې؟ لږ څه زړه مې نیولی شو، خو بیا مې وویل:
«زه هم درسره ځم، تر څو درسره کمک شم. زه ځم چې د صفا کارۍ لپاره یو څه د ضرورت وړ وسایل راواخلم، ته تیار یې؟»
د هو په دود مې سر وښوراوه.
دوکان یې د ناهید شهید مکتب ته نږدې نیولی وو، نو زموږ له کوره تقریباً پنځلس دقیقې د پښو لاره وه. د دوکان پرانیستنه زما لپاره د ژوند یوه نوې دروازه پرانیسته، ځکه زه اجتماعي نه وم، یوازېتوب به مې خوښېده او د ټولنې د خلکو او د هغوی له فساد څخه مې کرکه کېده.
همدا یې علت وو چې له ټولنې څخه مې لېرېوالی خوښېده، خو د دوکان په برکت اوس اجتماع ته نور هم نږدې شوم، چې په دې سره پوه شوم چې د ټولنې خلک یو شان نه دي.
له اته بجوڅلور ویشیت دقیقې تېرې وې چې ځانونه مو د دوکان مخې ته ورسول. ګورم چې مشر ورور مې راغږ کړل:
«بشارت، دلته راشه.»
خواته یې ورنږدې شوم. په شوخ انداز یې راته وویل:
«ګل مرجانه، څه نظر لرې؟ څنګه ځای دی؟»
ما تندی تریو کړ، څه مې ونه ویل، او حلیم د دوکان په صفا کارۍ شروع وکړه. احمد ضیا هم په سودا پسې لاړ.
تر لسو بجو مو د دوکان ټوله صفا کاري وکړه. کله به یو نیم کس سر راښکاره کړ او ښه راغلاست به یې راته وویل. موږ به هم په ورین تندي مننه ترې وکړه.
حلیم ته مې پیسې ورکړې، ترڅو د دوکان لپاره نوي قلفونه راوړي. زه په دوکان کې پاتې شوم.
خدای څه فکرونو په مخه کړی وم چې یو کس مې مخې ته ودرېد.
د نن شپې لپاره
د ناول «هدیری پای» لومړۍ برخه
تر همدې ځایه وه.
تر بیا…
په راتلونکې برخه کې
به د کیسې نوې پاڼه پرانیستل شي.
تر هغې وخته
تاسو ټولو ته
ښې چارې او خوږې شپې غواړم.
#ناول #یاد #فالو
Be the first to know and let us send you an email when خفه لیکوال posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.