Afghan cargo business limited

Afghan cargo business limited We AFGHAN CARGO BUSINESS LTD
Can help you in every step of your business.

شکنه :د جمعې په ورځ غرمه اکثره وخت زه پر کور یم  کورنۍ مي زما د فرمایش سره سم غرمنۍ را تیاروي ، نن یې راته وویل غرمې ته ...
18/04/2026

شکنه :
د جمعې په ورځ غرمه اکثره وخت زه پر کور یم کورنۍ مي زما د فرمایش سره سم غرمنۍ را تیاروي ،
نن یې راته وویل غرمې ته چشي درپاخه کړو ، ما ورته وویل. شکنه را تیاره کړئ
ول شکنه چشي ده ؟
ما ورته وویل یو خوندوره غذا ده چي د ښوروا په شکل خوړل کیږي ، موږ په کوچنیوالي خورا ډېره خوړل ، او په هرکور کي پخېدل. خصوصاً زموږ د غریبو هیواد والو دپاره هم اقتصادي تمامېدل او هم به یې ګوله غوړه وه .
پیاز په غوړو کي سره کړئ ، ورسته لږ اوړه ، مالګه ، کورکمن ، رومیان او مرچ ورواچوئ ،. ورسته د ضرورت په اندازه اوبه ، په آخره کي څلور دانۍ هګۍ هم ورلویږي ، په دې ښوروا کي هګۍ د غوښو رول لوبوي ، خو که پټاټې ورولوېږي خوند به یې یو په دوه سي .
د جمعې د لمانځه ورسته چي کور ته راغلم شکنه یې تیاره کړې وه او په خوند مي وخوړل. زموږ ددې پخوانيو خوړو نوم لا اوس د خلګو هېر دی . او پخېدل یې هم آسانه دي .
نه پوهېږم چي زموږ خلګو دا متل تر څه پوري ویلئ دئ

( په داغه شکنه یې پوري کوه )

16/04/2026

د عصري وسلو په دور کې د مهدي علیه السلام ظهور:

هغه څه چي ځیني علماء پکې په اشتباه کي پریوتي، دا دي چي مهدي به د عصري ټکنالوژي دور له ختمېدو وروسته را څرګندیږي، چي ځیني حدیثي الفاظ ور باندې ګډوډ شوي دي، ځیني یې پر ده پورې د تړلې یوې داسې تکویني پېښې د پېښېدو پر تمه او څارنه کي دي، چي د ټکنالوژي عصري دور به له منځه وړي، لکه له ځمکې سره د سیارې یا ستوري ټکر چي لږ تر لږه د ځمکې حرکت ودروي، یا لکه د لمریز طوفانونو پېښېدل چي سپوږمکۍ او راداري سیسټم ګډوډ کړي، چي ور سره به عصري مخابرات او نور شیان ودریږي، یا دا چي د داسې یوې جګړې پېښېدل چي وچ او لامده وخوري او د تېلو د څاګانو چاودېدل کوم چي د عصري انرژۍ سرچینه ګڼل کیږي، دوی په صحیح مسلم کې د ملحمة العظمى اړوند حدیث باندې استدلال کوي، کوم چي د مهدي علیه السلام په مشري کي به پیښیږي، او دا لاندې د هغه څه ځوابونه دي چي دوی یې په اړه ګډوډ شوي دي:

له هغو دلایلو څخه چي دوی پرې استدلال کوي، د یوه حدیث هغه برخه ده چي پکې راغلي:( چي کله دواړه صفونه سره چمتو او جوړ شي نو روم به ووایي)۔ دكتور محمد المبيض فرمایي:( دا دغه په ګوته کوي چي په ملحمة العظمی کي به د جګړې بڼه دودیزه وي د پخوانیو جګړو په څېر، که نه نو په معاصرو جګړو کې د صفونو سیستم شتون نه لري)
الموسوعة في الفتن والملاحم وأشـراط الساعة، د. محمد أحمد المبيض۔

په ځواب کي یې زه وایم: په دې کې هغه څه شتون نه لري کوم چي دکتور المبیض په فکر کې نیولي، په عصري جګړو کې سرتیري لیکي، خطونه، کمر بندونه یا صفونه جوړوي، مګر په مستقیم ډول د یو بل په مقابل کي نه، بلکې د اوږدو لیکو، خطونو، کمر بندونو یا صفونو په بڼه، د جګړو ماهرین د عصري لیکو میتود ښه پېژني، چي همغږي یا منظم ترتیب یې بولي، چي مخکینيو ته د جګړې لومړۍ او شاته والا ته مرستندویه کرښې یا خطونه وایي۔

او بل دلیل یې په حدیث کي راغلې دا خبره چي:( نو رومیان او مسلمانان به جګړه سره وکړي، تر دې چي شپه به یې په منځ کې حائل واقع شي، دا ډله خلک به هم واپس شي او هغه نور به هم واپس شي، بې له دې چي کوم یو لوری دي غالب شي)، دکتور مبیض یې په اړه لیکي: چي په دې کي د هغه وخت د جنګي سیستمونو ماهیت ته اشاره ده، چي پخوانیو جګړو ته ورته دودیزې جګړې به وي، او ښایي پر دې تر ټولو قوي دلیل دا قول واوسي: چي شپه به یې په منځ کې حائل واقع شي، چي دا په عصر

بی بی رابدہ
16/04/2026

بی بی رابدہ

🌟 د نارسیسټیک پرسنالټي ډیسارډر (NPD) 🌟ایا تاسو کله کله داسې خلک لیدلي چې د خپل ځان تعریف اوریدلو لپاره بې تابه وي؟ 🤑 یا ...
14/04/2026

🌟 د نارسیسټیک پرسنالټي ډیسارډر (NPD) 🌟

ایا تاسو کله کله داسې خلک لیدلي چې د خپل ځان تعریف اوریدلو لپاره بې تابه وي؟ 🤑 یا هغه خلک چې د نورو د احساساتو پروا نه کوي؟ 🤕 دا د نارسیسټیک پرسنالټي ډیسارډر نښې وي!

دا یو ذهنی حالت دی چې یو انسان پکې ځان تر نورو ډېر لوړ، مهم او ځانګړی ګڼي. 😎

اصلي نښې:
- ځان ډېر زیات اهمیت ورکول
- د نورو د ستاینې اړتیا
- خواخوږۍ نشتوالی (د نورو احساسات نه پوهېدل)
- حسد او کبر

ډول علتونه:
- تربیه (د ماشومتوب پر مهال ډېره ستاینه یا بې غوري)
- جنیټیک (کورنۍ کې موجود وي)
- بیولوژي (د دماغو په هغه برخه کې توپیر)

مشوره:
- پولې (Boundaries) ټاکل
- بحث نه کول (دلیل ویل بے کار دي)
- درملنه (Talk Therapy)

که تاسو داسې څوک پېژنئ، نو دا معلومات ضرور ورسره شریک کړئ! 🤔

23/09/2025
We believe on loyalty.
24/08/2025

We believe on loyalty.

08/07/2025

Afghan cargo business limited.

01/07/2025

افغان کارگو

Address

Spin Boldak

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan cargo business limited posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share