25/11/2025
منظور احمد پشتین هر وخت زموږ سره خواخوږي اعلان کړي ده افرین دي وي باندي
یواځي ته یی د پښتون افغان وطن په هر درد ځان خبر کړي
په خوست، ګربزو سیمو باندې د پاکستان له خوا بمبار، چې پکې بېګناه ماشومان او تورسرې شهیدانې شوې دي، یو غیرانساني، غیراسلامي او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
بل خوا ته په اسلام اباد کې اروپائي هیوادونو ته د تګ په انتظار کې د لږ مودې د پاره میشت افغانانو باندې پاکستاني چارواکو سخت تشدد پیل کړې دې، او بندي کوي ئي.
ماشومان اوښځې وژل، بېګنا میشت کډوال وهل ژړاول د ترهګرې ضد کړنې ندي بلکې پخپله ترهګري ده.
پاکستان په افغانانو ظلم جبر کوي، او د پنځوسو کالونو راهسې په افغانستان کې منفي مداخلت کوي او بیا هیله کوي چې د دې په بدل کې دې افغانان د دوئ سره مینه او احترام وکي، چې په انساني فطرت کې داسې څه ممکن ندي.
پاکستان اوس د کوزې پښتونخوا د بېګناه پښتنو ماشومانو او ښځو د وژنو تر څنګ، په بر طن کې هم د پښتنو ماشومانو او ښځو د وژلو لړۍ پیل کړې ده.
ترهګري یوه بهانه ده؛ په اصل کې د پښتنو ماشومان، ښځې او کورونه د دوی نښانه ده.
پاکستان ته د مغربي قوتونو له خوا دنده سپارل شوې چې په څه طریقه دلته یو جنګ رامنځته کړي. د هغه جنګ په نتیجه کې به د چین کاروباري لار، سیپیک، بند شي. لوبه به پاکستان په داسې شیطانت مخ ته وړي چې چین ته به دا هر څه سم ښکاري، د مغربي قوتونو د چین کاروباري لار اودراولو منصوبه به هم پوره کیږي، د هغو څخه به هم ډالر اخلي او چین ته به هم داسې ماحول جوړ کړي چې د "سیپیک د تحفظ" په نوم پیسې ورکړي.
دا لوبه چون د پښتون په سیمه کوي، نو په دې لوبه کې په سیاسي میدان کې د پښتنو د وېشلو، بېاتفاقه ساتلو او د یو بل سره د مرستې نهکولو فضا د جوړولو لپاره پنجابي جرنیلانو یو شمېر پښتانه سیاستمداران، سیمهیز مشران او صحافیان په بیه اخیستي دي، څو دوی په سیاسي توګه د پښتنو ترمنځ دښمني، یو بل سره د مرستې نهکول او بېاتفاقه ساتلو کار په دوامداره توګه وکړي.
پنجابي جرنیلان فکر کوي چې د لوبې په پای کې به دوی د ډالرو او نړیوالو تجارتونو څیښتن شي، لاهور، اسلام اباد او فیصلاباد به د مستیو، رڼاګانو او خندا مرکزونه وي، او پښتون ته به اوښکې، وینې، د ښځو او ماشومانو لوی لوی ادیرې، لادرکه ځوانان، سپینږیري، او له کوېټه تر پېښوره او له وزیرستانه تر سوات پورې ویجاړ بازارونه پاتې شي. کابل، کندهار، خوست او ننګرهار به د جنګونو خاشاک جوړ شي.
خو یاد دې وي، دا ځل به لوبه داسې پای و نه مومي لکه څنګه چې دوی فکر کړی دی. دا د لوبې پیل دی، او د تاریخ په اوږدو کې زموږ ملت اکثر د لوبې په پیل کې تاواني ښکاري، خو انجام به یې بیا نړۍ یاد ولري.