Hassankhil Eleven Star حسن خېل اليون سټار

Hassankhil Eleven Star حسن خېل اليون سټار د کرکټ نړۍ ته ښه راغلاست! 🇦🇫♥️
دلته به تاسو ته د نړيوال او افغان کرکټ تازه خبرونه وړاندې کوو،
👉 پيج فالو کړئ او د کرکټ له نړۍ سره تازه اوسئ

څو کاله وړاندې یې دغه بې واسطې، بې زر و زوره ځوان«سلیم ساپی»ملي لوبډلې ته راوست. د مرمۍ په څېر چټکه توپ اچونه یې کوله، ډ...
18/05/2026

څو کاله وړاندې یې دغه بې واسطې، بې زر و زوره ځوان«سلیم ساپی»ملي لوبډلې ته راوست. د مرمۍ په څېر چټکه توپ اچونه یې کوله، ډېرې شاټ پېچې او باونسرې یې وېشتلې. یو ــ دوه لوبو کې یې ولوبولو؛ نور یې په دې نوم ډراپ کړ چې ګواکې ژوبل شوی دی، داسې حال کې چې روغ و جوړ و او دی. وطن کې یې خپل تمرینات هماغسې کول؛ همدا نن یې د غازي امان الله خان لېسټ A سیالیو کې د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي اوټ کړل او هماغسې چټک بالینګ یې کولو. افغانستان څه د استعدادونو هدیره ده چې سر دې را پورته کړ؛ بیرته دې غورځوي. نوره نړۍ کې داسې استعدادونه صیقل کېږي، کار پرې کېږي او فرصت ورکوي.

دزیمبابی اتل کیپتان ده ګل بابونو ته وای نوی لوبغاړی به پیدا شې بیا وای تیز بالر نه پیدا کیږی نو خاوری به پیدا شې دغه هلک...
18/05/2026

دزیمبابی اتل کیپتان ده ګل بابو
نو ته وای نوی لوبغاړی به پیدا شې
بیا وای تیز بالر نه پیدا کیږی نو خاوری به پیدا شې

دغه هلک نبی نومیږی نن یې په شنه سهار د بست ملا ورماته کړه خو بغیر له کوم دلیل تر ورستیو بالنګ ته رانه وستل شو

د دی هلک نن پوره حق کیده چې لس اورنه یې کړی وای کله چې ورستی ویکټی وی بیا هم ګلبدین کلک نختی وه پوره نهه اورنه یې خپله وکړل او شرف یې راوسته
وه سړیه پریده دا ځوانان وګورو
کم تر کمه به دی یو دری څلور اوره نور ورکړی وای پوره میچ کی یی 4 اوره ورکړل 😡😡 😡

له دې هم خبر شئ !په 2014 کې کله چې هاردیک پانډیا په لومړي ځل آي پې ایل کې واخیستل شو د هغه قیمت 10 لکه هندي کلداري وو خو...
18/05/2026

له دې هم خبر شئ !

په 2014 کې کله چې هاردیک پانډیا په لومړي ځل آي پې ایل کې واخیستل شو د هغه قیمت 10 لکه هندي کلداري وو خو په 2025 کال کې هادریک فقط د 18 کروړه هندي کلدارو په قیمت موټرونه خپل ګرل فرینډ او خپلوانو ته ګیفټ کړې.

افغانستان الف کرکټ لوبډله د هند او سریلانکا د الف لوبډلو پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په یوه درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون...
17/05/2026

افغانستان الف کرکټ لوبډله د هند او سریلانکا د الف لوبډلو پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په یوه درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه سریلانکا ته سفر کوي. د مهالوېش له مخې به دغه لوبلړۍ د راتلونکې جون میاشتې په نهمه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به د سریلانکا په ډمبولا ښار کې دوام ومومي.

هره لوبډله به په لومړي پړاو کې څلور لوبې ترسره کړي چې له مخې به یې افغان لوبډله په خپله لومړۍ لوبه کې د جون میاشتې په ۱۱مه نېټه د هند الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شی. د دغو سیالیو بشپړ مهالوېش په لاندې انځور کې کتلی شئ.

د  غازي امان الله خاک لېسټ اې سیالیو لومړۍ لوبه کې بند امير لوبډلې میس عینک ته د ٧ منډو په توپير ماتې ورکړه.
17/05/2026

د غازي امان الله خاک لېسټ اې سیالیو لومړۍ لوبه کې بند امير لوبډلې میس عینک ته د ٧ منډو په توپير ماتې ورکړه.

چې داسې شيان ګورې د کرکټ نه به دي خامخا زړه تورېږي
17/05/2026

چې داسې شيان ګورې د کرکټ نه به دي خامخا زړه تورېږي

په پکتیا کې د ۲۰۲۶ کال کلبونو ترمنځ سیالۍ د ۳۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې، چې درې میاشتې به دوام وکړي. غوره لوبغاړي به دویمه...
17/05/2026

په پکتیا کې د ۲۰۲۶ کال کلبونو ترمنځ سیالۍ د ۳۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې، چې درې میاشتې به دوام وکړي. غوره لوبغاړي به دویمه درجه ولایتي سیالیو ته غوره شي.

سلیزه! د مس عینک زون تکړه او ځوان توپوهونکي رحمن الله ځدراڼ د بند امیر زون پر وړاندې روانه لوبه کې سلیزه جوړه کړه او لا ...
17/05/2026

سلیزه!
د مس عینک زون تکړه او ځوان توپوهونکي رحمن الله ځدراڼ د بند امیر زون پر وړاندې روانه لوبه کې سلیزه جوړه کړه او لا هم خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.

وضاحت او روڼتيا!څو ورځې مخکې د کريکټ بورډ په استازیتوب ميرويس اشرف هند ته د شاپور ځدراڼ پوښتنې ته لاړو او د کريکټ بورډ ل...
17/05/2026

وضاحت او روڼتيا!
څو ورځې مخکې د کريکټ بورډ په استازیتوب ميرويس اشرف هند ته د شاپور ځدراڼ پوښتنې ته لاړو او د کريکټ بورډ له ادرسه يې د لس زره ډالرو نغدي مرستې او د ټولې تداوي مصرف ومانه.
د روغتون مسولینو ته يې ويلي وو چې څومره مصارف چې وي، بيل يې موږ (کريکټ بورډ ته)رالېږئ موږ يې پيسې پرېکوو.
له اوونۍ زيات وخت شوی چې ياد روغتون د تداوي بيل ورلېږلی خو کريکټ بورډ لا پېمنټ نه دی کړی.
د کريکټ بورډ له ادرسه مختلفې بهانې کېږي چې بورډ ميمبر يې نه مني، فلانکی لاسليک نه کوي او ډينګی يې نه مني.
دا خو ډېره ښکته او لوېدلی کار دی، چې يو ځل په ورتګ کريډيټ واخلي، ژمنې وکړي او بيا يې، کله يو نه مني کله بل.
همدا موضوع له راشد سره شريکه شوې، راشد ورته ويلي چې د مکېش امباني روغتون ته به شاپور انتقال کړو، د هغه روغتون له مسوولينو سره غږېدلی يم او ټول مصارف یې په وړيا ډول کوي.
خبره مې دا کوله شاپور او کورنۍ يې کېدايشي د بورډ پيسو ته اړتيا هم ونلري. کريکټ بورډ ته ميليونه ډالر راځي، لومړی خو پکار دا وه چې پيسې یې پرې باد کړې وای، مصرفولې خو بېله خبره ده.
همدا شاپور او په ګوتو شمار نور لوبغاړي وو چې کريکټ یې تر دې ځايه را ورساوه.
#کاپي

د غريبانو سنګاکاره ماسټر بلاسټر حشمتک په روانو ليسټ اى سياليو کې  په (8 توپونو) (2 منډي) وکړې 🤣
17/05/2026

د غريبانو سنګاکاره ماسټر بلاسټر حشمتک په روانو ليسټ اى سياليو کې په (8 توپونو) (2 منډي) وکړې 🤣

ګلبدین نایب:له افغانستان کریکټ بورډ تل همدا غوښتنه کوم، چې د ملي لوبو د نشتون پرمهال ملي لوبغاړي د کورني کریکټ سیالیو ته...
17/05/2026

ګلبدین نایب:
له افغانستان کریکټ بورډ تل همدا غوښتنه کوم، چې د ملي لوبو د نشتون پرمهال ملي لوبغاړي د کورني کریکټ سیالیو ته واچوي ترڅو د نړیوال کریکټ تجربې په کور د ننه له ځوانو لوبغاړو سره شریکې کړي!

Address

Zazai Aryoub Paktia
Gardez
حسنخېل

Telephone

+93777359898

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hassankhil Eleven Star حسن خېل اليون سټار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share