Wa Wa Fashion

Wa Wa Fashion اصيل ښځينه افغاني کالي، د مينې او هنر نښه

18/08/2026

د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په ویاړ به درته داسې څو نادره راپورنه او مستندونه خپاره کړم.
د غازي امان‌الله خان د فرانسې د تاریخي سفر لنډ او مهم تصویري راپور چې هغه مهال په بې‌ غږه بڼه ثبت شوی و، ما د برېټش فاتي له ارشیفي څخه غږیز کړی دی.
د راپور په لومړۍ برخه کې د غازي امان‌ الله خان یوې وینا ته منسوبې دري خبرې دي، چې ویل کېږي په فرانسه کې یې د یوه کنفرانس پر مهال دا خبرې کړې دي.

18/08/2026

د غازي امان‌الله خان د واکمنۍ له دورې څخه د یوې ژوندۍ شاهدې له خولې د هغه وخت په زړه پورې تاریخي کیسې او خاطرې اورو.
دا مېرمن الیف خان نومېږي، یوه جرمنۍ ښځه وه چې د غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال یې له یوه افغان ډیپلومات سره واده کړی و. نوموړې د ۱۹۲۶ کال د امان‌الله خان د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلې وه.
مېرمن الیف خان په اويايمه لسيزه کې په یوه تلویزیوني مرکه کې خپلې حیرانوونکې خاطرې بيان کړي دي.
ژباړن او ويوونکی: شاکرالله وفادار

17/08/2026
17/08/2026

په افغانستان کې د شوروي اتحاد وروستۍ شېبې
د مستندو تاریخي راپورونو په دې لړۍ کې، د شوروي ځواکونو د وتلو له وروستیو ورځو څخه یو تاریخي راپور د هغه وخت ژوندی جریان يادوي. دا راپور د شوروي اتحاد د دولتي ټلویزیون له خوا په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د وتلو پر مهال ثبت شوی دی.
شوروي ځواکونو د ۱۹۷۹ کال له مداخلې وروسته، نږدې لس کاله په افغانستان کې حضور درلود او د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه یې وروستی سرتېری له افغانستانه ووت.
دا تاریخي راپور تر پایه وګورئ؛ ځکه د هغه وخت د شوروي ځواکونو د وتلو او د افغانستان د هغه مهال د وضعیت مهمې صحنې پکې ثبت شوې دي.
ژباړه او غږ: شاکرالله وفادار

16/08/2026

👇🥲

15/08/2026

امام الدين مني چې هغه وخت لومړنی کس دی و چې په وروستي ځل يې له ولسمشر داوود خان سره وليدل، خو د ده په وينا لومړی فاير/ډز ولسمشر کړی او د هغه د وژنې مسووليت نه مني.
#تريخ #تاريخ #افغانستــان

13/08/2026

👇🇦🇫💯

11/08/2026

۱۹۴۷کال؛ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۲۸مه کلیزه ده. د هغه وخت پاچا، محمد ظاهر شاه، د خپلواکۍ کلیزه په ځانګړي جوش او مراسمو ونمانځله. په دې مراسمو کې د لوړپوړو دولتي چارواکو ترڅنګ د هغوی مېرمنو هم ګډون کړی و. د کلیزې په مناسبت د کوزې پښتونخوا وتلې سندرغاړې کشور سلطان او د ایران مشهوره سندرغاړې پوران هم د ګډونوالو په ډله کې وې.
ژوندی تاريخ مو ذهن کې ژوندی پاتې کيږي.

09/08/2026

د CNN راپور – ۱۹۸۴م کال
دا وخت افغانستان ته د نړیوالو خبریالانو لاسرسی ډېر محدود و. شوروي اتحاد نه غوښتل چې نړیوال خبریالان د جګړې سیمو ته ولاړ شي او د جګړې ریښتینی وضعیت نړۍ ته ورسوي.
موخه دا وه چې د افغانستان د جګړې پراخوالی، د شوروي ځواکونو پوځي عملیات او د افغانانو مقاومت د نړیوالو رسنیو له سترګو پټ پاتې شي، څو د جګړې په اړه د معلوماتو بهیر تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

Address

Kabul Arzan Qimat
Kabul
1002

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Wa Wa Fashion posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share