15/08/2026
مالي تفتیش/ Financial Audit
مالي تفتیش هغه منظم، خپلواک او مسلکي بهیر دئ چي په ترڅ کي ئې د یوې ادارې، شرکت یا سازمان مالي اسناد، حسابونه، راکړه ورکړه او مالي راپورونه ارزول کيږي، تر څو معلومه سي چي آیا دا اسناد دقیق، بشپړ، قانوني او د حسابدارۍ له منل سویو معیارونو سره سم دي که يا.
د مالي تفتیش موخه دا ده چي د یوې ادارې مالي معلومات وڅېړل سي او ډاډ تر لاسه سي چي:
مالي راپورونه رښتیني او دقیق دي.
عواید او لګښتونه په سمه توګه ثبت سوي دي.
د درغلۍ، فساد یا مالي تېروتنو احتمال کم سوی دئ.
اداره د مالي قوانینو او مقرراتو پابندي کوي.
مالي تفتیش معمولاً د خپلواکو تفتیش کوونکو (Auditors) یا د ادارې د داخلي تفتیش څانګي له خوا تر سره کيږي.
بېلګه:
یو شرکت د کال په پای کي اعلان کوي چي ۱۰ میلیونه افغانۍ ګټه ئې کړې ده. مالي تفتیش کوونکي د شرکت حسابونه او اسناد ګوري، د خرڅلاو او لګښتونو اسناد ارزوي، د بانک حسابونه او رسیدونه پرتله کوي.
وروسته دا معلوموي چي آیا د شرکت مالي راپورونه سم او د باور وړ دي که نه دي.
د مالي تفتیش ډولونه:
داخلي تفتیش: د ادارې دننه د کنټرول او فعالیتونو د ښه کولو له پاره تر سره کيږي.
بهرنی تفتیش: د خپلواکو تفتیش کوونکو له خوا تر سره کيږي، تر څو د مالي راپورونو اعتبار تائید کړي.
دولتي یا قانوني تفتیش: د دولتي ادارو یا د قانون له مخي اړین تفتیش دئ.
د مالي تفتیش اهمیت:
د مالي راپورونو اعتبار زیاتوي.
د پانګهوالو، پور ور کوونکو او شریکانو باور پیاوړی کوي.
د درغلۍ او مالي فساد په مخنیوي کي مرسته کوي.
د ادارې د مالي مدیریت د ښه والي له پاره سپارښتني وړاندي کوي.
د قوانینو او حسابدارۍ معیارونو د رعایت ډاډ ور کوي.
لنډه پایله:
تجربو ښودلې، هغه ادارې چي د مالي تفتيش له لاري د مالي اسنادو او راپورونو خپلواکه او منظمه ارزونه کوي، مالي معلومات ئې دقيق، شفاف او د قانوني تائید لرونکي او له مالي فساد او تېروتنو څخه خالي وي.