27/03/2025
په اختر کې د ماشومانو د ورکیدو
دمخنیوی لپاره مهمې لارښوونې.
اختر د خوشحالۍ ورځ ده، خو ګڼې ګوڼې ته د ماشومانو بیول ځینې وختونه د هغوی د ورکیدو لامل کیږي. د دې ستونزې د مخنیوي لپاره، والدین باید لاندې احتیاطي تدابیر ونیسي:
✅ ماشوم ته واضحه لارښوونې وکړئ – ورته ووایئ که ورک شو، چیرته انتظار وباسي پولیسو یا جومات امام ته ورشي.
✅ د تماس معلومات ورکړئ – د ماشوم په جیب کې د مور یا پلار شمېره کېږدئ یا یې په لاس باندې ورته ولیکئ.
✅ ماشوم ته لاس ورکړئ – د میلې یا جومات په ګڼې ګوڼې کې ماشوم له لاس څخه کلک ونیسئ .
✅ که ماشوم ورک شو، ژر اقدام وکړئ – د شاوخوا خلکو، امنیتي ادارو او اعلان له لارې د هغه د موندلو هڅه وکړئ.
د احتیاطي تدابیرو په نیولو سره، خپل اختر خوندي کړئ او د ماشومانو د ورکیدو مخه ونیسئ!
لیکنه دهمدردۍ له مخې شریکه کړئ!